دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 270671
پاکستان: نړۍ دې د افغانستان کنګل شوې پیسې ورکړئ
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې منير اکرم ویلي، نړۍ باید د افغانستان هغه شتمنۍ خوشې کړي، چې د اسلامي امارت تر واک لاندې کېدو وروسته کنګل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمی استازی منیر اکرم پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل: نړۍ باید اجازه ورنکړی چې د افغانستان خلک په اوږدمهاله فقر کې راګیر شی. "
 
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي د دغو پيسو ورکول د افغانستان د اقتصاد د بيا احيا لپاره ضروري وګڼل او زياته يې کړه، چې اوسمهال د افغانستان ٩٥ سلنه خلک په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي.
 
تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو په وار وار د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
 
دا مهال پاکستان چې له سخت اقتصادي کړکېچ سره هم مخ دی، له دې ناوړه اقتصادي وضعیت څخه د ځان د ژغورلو لپاره نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق ته مراجعه کړې ده. هغه هيله لري چې د افغانستان د شتمنيو په خلاصون سره به د هېواد د اقتصادي ستونزو يوه برخه حل شي.
 
https://avapress.com/vdciyuarzt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته