دخپریدو نیټه :جمعه ۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 270700
د امریکایی بمباریو سره د روسی جنګیالیو مقابله
د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په شپه اعلان وکړ چې د دغه هېواد جنګیالیو د بالتیک په سمندر کې له دوو امریکايي بمباریو سره مخامخ شول.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی: د دوو سوخوی سو-۲۷ او سوخوی-۳۵ جنګی الوتکو په بالتیک سمندر کی د دوو امریکایی B-1B ستراتیژیکو بمباریو له خوا د دغه هیواد له هوایی حریم څخه د سرغړونې مخه ونیوله.
 
د ایرنا په وینا؛ د روسیې د ملي دفاع مرکز د سه شنبې په شپه اعلان وکړ چې د روسیې یوې جنګي الوتکې په بالتیک سمندر کې د امریکا دوې ستراتیژیکې بمبارۍ مخه ونیوله.
 
د روسیې د ملي دفاع مرکز تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د روسیې د هوايي ځواک یوې سوخوی ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د بالتیک سمندرګي په اوږدو کې د امریکا دوه B-52 بم غورځونکي الوتکې ودرولې او د روسیې هوايي حریم ته د ورننوتو مخه یې ونیوله.
https://avapress.com/vdcbggb5grhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته