دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 270709
محمد هارون سیدي په ترکمنستان کې د افغانستان د سوداګرۍ د استازي په توګه وټاکل شو
په عشق آباد کې د افغانستان سفارت وايي، محمد هارون سیدي د دغه سفارت د سوداګریزو چارو مسوول په توګه معرفي شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت مشر فضل محمد صابر د جمعې په ورځ (جوزا ۵) د سیدی د معرفی په مراسمو کې وویل چې ښاغلی سیدی د اړتیا او وړاندیز پر اساس په دغه پوست ټاکل شوی دی.
 
صابر زیاته کړه چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د اسلامي امارت پلان پراخ دی او دوی د سوداګرو د ملاتړ لپاره پالیسي لري.
 
صابر دغه راز د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو او اقتصادي همکاریو په پراختیا کې د سوداګرۍ او پانګونې پر رول ټینګار وکړ.
 
په داسې حال کې سیدي په ترکمنستان کې د افغانستان د سوداګرۍ د استازي په توګه ټاکل شوی، اسلامي امارت له دوو کلونو څخه په کمه موده کې په اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو نړۍ اوس هم له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره بهانې لټوي.
 
عمومي عفوه، د ملي امنیت تامین او د نشه یي توکو د کښت بشپړ مخنیوی په دې موده کې د اسلامي امارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
 
د يادونې وړ ده، چې سوداګريزې ټولنې په افغانستان کې په اقتصادي برخو او د پانګونې د جلبولو په برخه کې کار کوي.
 
https://avapress.com/vdcawwnuo49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته