دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 270772
نړۍ باید د افغانانو د روغتیايي ستونزو په حل کې ونډه واخلي
د روغتيا د نړيوال سازمان استازي لاو دپينګ وويل چې نړيواله همکاري د روغتيا په برخه کې له افغانانو سره د مرستې په برخه کې اساسي رول لوبوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا د نړیوال سازمان استازی لاو دپینګ پرون (شنبه، جوزا ۶) په خپل ټویټ پاڼه کې ویلی چې د روغتیا نړیوال سازمان چمتو دی چې په افغانستان کې د هغو کسانو سره چې روغتیایی خدمتونو ته اړتیا لری، مرسته وکړی.
 
هغه زیاته کړه چې د دغه سازمان تر ۵۰ زیات همکاران یې هڅولي چې د افغانستان خلکو ته روغتیايي مرستې ورسوي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۷،۶ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او د درملنې لپاره یې ۱۸۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
 
د نړیوالو مرستو له بندیدو سره د افغانستان روغتیايي وضعیت په خراب حالت کې دی.
 
https://avapress.com/vdca0wnuu49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته