دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 270779
په ځانمرګي بريد کې تر ٢٠ زيات پاکستاني امنيتي ځواکونه وژل شوي او ټپيان دي
په پاکستان کښې د ناکراریو په دوام کښې د دغه هیواد یوه پوځی چارواکی خبر ورکړی دی چې د پاکستان په شمال لویدیځ کښې له افغانستان سره په سرحد کښې د یو ځانمرګی برید په نتیجه کښې څه دپاسه شل تنه امنیتی ځواکونه وژل شوی او ژوبل شوی دی .
افغان غږ خبری آژانس: د دغه هیواد یوه پوځی چارواکی د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د پوځ په کاروان د ځانمرګی برید له امله د ګڼو کسانو د وژل کیدو او ژوبل کیدو خبر ورکړ.
 
د "Outlook" وېبپاڼې د راپور له مخې، پرون (شنبه، جوزا ۷) د پاکستان په شمال لوېدیځ کې له افغانستان سره پر پوله د یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د برید له امله د پاکستان د امنیتي ځواکونو دوه غړي وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
 
د پاکستان د پوځ یوه چارواکي عنایت الله بابر ویلي، چې پوځي کاروان د جنوبي وزیرستان پر لور روان و، چې یوه ځانمرګي بریدګر پرې برید وکړ. د دغه ترهګریز برید په ترڅ کې د دغه هیواد دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي چې د باخبرو چارواکو په وینا د دریو تنو ټپیانو حالت نازک دی.
 
دا هیواد په وروستیو ورځو کې د سیاسي ناکراریو ډګر دی. د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې او د دغو مظاهرو تاوتریخوالی د لږ تر لږه نهو کسانو د وژل کېدو او سلګونه نورو د ټپي کېدو لامل شو.
 
تېره چهارشنبه پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې په شمال لوېديځ کې د دغه هېواد پر امنيتي ځواکونو ځانمرګى بريد شوى او ګڼو امنيتي سرتېرو او پاکستاني اتباعو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
 
https://avapress.com/vdchqvniw23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته