افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله دویمه دوستانه لوبه کې لبنان ته ۴-۳ ماتې ورکړه.
زموږ د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له دغې لوبډلې سره په خپله لومړۍ دوستانه لوبه کې لبنان ته ۳-۲ ماتې ورکړه.
د دغو دواړو ټیمونو دریمه غونډه به د دوشنبې په ورځ ترسره شي
د ایران د فوټسال لوبغاړي د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د خپلو تمریناتو له ختمولو وروسته نن سهار له تهران څخه د لبنان د پلازمینې بیروت په لور روان شول.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون یوې سرچینې ویلي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي په رسمي نړیوالو سیالیو کې د پیاوړي حضور په موخه له لبنان سره دوستانه او چمتوالي لوبې کوي.