افغان غږ خبری آژانس: د چین د یوې څیړنیزې ډلې له خوا د کمپیوټري نمونو له مخې چینايي ځواکونو د ۲۴ هایپرسونیک بېړۍ ضد توغندیو په ویشتلو سره د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه وړونکې بیړۍ USS ګیرالډ فورډ ډوبه کړه.
د ایران د مطبوعاتو په وینا، دا صحنه د امریکا په کښتیو باندې د برید پر بنسټ وه چې د جنوبي چین سمندر کې د یوې ټاپو په لور حرکت کوي.
دا کښتۍ په تیرو څو ورځو کې د ناروې د "اوسلو" ښار ته راورسیده او په یوه تمرین کې د ګډون لپاره په پارونکي اقدام کې وه.
چین د خپلو سمندري وړتیاوو د زیاتولو ترڅنګ په چټکۍ سره د توغندیو د وسلو زېرمه هم جوړه کړې ده.
د فبرورۍ په میاشت کې د متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د لوړ پوړي پټ راپور له مخې، د چین پوځ په بریالیتوب سره یو نوی هایپرسونیک منځني واټن بالستیک توغندی ازمویلی دی.
راپور کې ویل شوي، دا توغندی د امریکا د بالستیک توغندیو له دفاع څخه تښتي او د امریکا د ګوام د سیمې په ګډون د ارام سمندر پر لویو برخو د برید لپاره ډیزاین شوی، چې یوه ستراتیژیکه پوځي اډه پکې موقعیت لري.