کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوریې د پلازمینې څخه د صهیونیسټ رژیم پوځی حملې په شا تمبول شوي دي

8 جوزا 1402 ساعت 14:07

د دوشنبې په سهار، خبري سرچینو راپور ورکړ چې د سوریې هوايي دفاع د دمشق په شاوخوا کې د دښمن حملې په شا تمبول شوي دي.


آوا: د سوریې رسمي خبري اژانس (SANA) راپور ورکړی چې د دمشق په شاوخوا کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي. د صهیونیسټ رژیم د توغندیو د شنډولو لپاره د سوریې د پوځ دفاعی سیسټم فعال شوی دی.
 
د ایران د پریس ټی وی له مخې ځینو سیمه ایزو سرچینو هم ویلی چې صهیونیسټ رژیم د سوریې په پلازمینې او د هغه په ​​شاوخوا سیمو پراخ هوایی حملې کوی .
 
دا اړینه ده چې یادونه وشي؛ په دې ورستیو کې اسرائیلي رژیم په پرله پسې ډول په دمشق او د سوریې په مختلفو سیمو هوايي بریدونه کړي دي چې د دغو بریدونو زیاتره برخه د هوايي مدافعې په وخت په مداخلې سره په شا تمبول شوي دي.
 
په هرصورت، د؛ د سوریې حکومت په ځلونو ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته لیکونه استولي، چې دغه بریدونه یې غندلي او له دوی یې غوښتي چې ودروي.
 


د مطلب کود: 270880

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270880/د-سوریې-پلازمینې-څخه-صهیونیسټ-رژیم-پوځی-حملې-په-شا-تمبول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com