دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 270890
په لغمان ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام له خوا د نیالګیو کینول پیل شوه
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د لغمان ولایت د غرونو په لمنو کې یې په ۳۵۰ هکتاره ځمکه کې مېوه لرونکي ونې کرلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازی په یوه ټوېټ کې اعلان کړی چې د اروپایی کمیسیون، د المان د فدرالی پراختیا وزارت او د اسیا پراختیایی بانک په مالی مرسته یې مېوه لرونکي ونې کرلي دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د دغو ونو د کرلو لپاره له ۶۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو څخه چې د خوړو خوندیتوب نه لري، خلک غوره شوي دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په دې برید کې ۲۰ سلنه برخه اخیستونکي ښځې وې.
 
د يادونې ده، چې د خوړو نړيوال پروګرام هر کال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له کروندګرو سره د مېوه لرونکو ونو مرسته کوله.
 
https://avapress.com/vdcb9gb5grhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته