کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا سرپرست:

اسلامي امارت د فوټبال د ملي لوبډلې د بریا لپاره ټول شرایط برابر کړي دي

9 جوزا 1402 ساعت 9:55

د رئیس الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د دوی د بریا لپاره ټول شرایط برابر کړي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د ورزشکارانو ملاتړ کوي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د رئیس الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر د بدني روزنې د عمومي ریاست له مسؤلینو او سپورت او د فوټبال فدراسیون مشرتابه او د فوټبال د ملي ټیم غړو سره وکتل.
 
د فوټبال د ملي لوبډلې مسوولینو او غړو د مرکزي اسیا د اتلولۍ جام سیالیو کې د ګډون لپاره چې په راتلونکو ورځو کې ترسره کېږي، د بشپړ چمتووالي یادونه وکړه او ویې ویل، چې په دې سیالیو کې به په پوره روحیې او ښه چمتووالي سره ګډون وکړي.
 
دوی یادونه وکړه چې د منځنۍ اسیا راتلونکو سیالیو ته ښه چمتووالی لري.
 
د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکي عبدالله المطيري چې په کويت کې اوسېږي وويل چې د فوټبال د فدراسيون چارې د فيفا له معيارونو سره سم پرمخ ځي او په دې برخه کې هېڅ ډول نيمګړتيا نشته.
 
هغه زیاته کړه: داسلامی امارت ملاتړ او د دغې لوبډلې هڅې به دوی د اسیایی لوبو د لا بریاوو لامل شی.
 
د فوټبال فدراسيون مشر يوسف کارګر وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه فدراسيون لوبغاړو ١٤ مهمې سيالۍ کړې او ډېرې يې ګټلې دي.
 
سیاسي مرستیال او سرپرست د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته په خطاب کې وویل: تاسو زموږ ویاړ یاست او دا د خوښۍ ځای دی چې افغان ځوانان په هر ډګر کې د هېواد لپاره سخت کار کوي.
 
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د ورزشکارانو بشپړ ملاتړ کوي او د دوی د بریا لپاره یې ټول ممکن شرایط برابر کړي او د فوټبال ملي لوبډله به په اسیايي سیالیو کې د افغانستان لپاره ولوبیږي.
 
دا ناسته په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه نن له کابله د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ولاړه شي او بیا د جون په اوومه قرغزستان ته د منځنۍ اسیا د هېوادونو په کپ کې د ګډون په موخه ولاړه شي.
 


د مطلب کود: 270907

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270907/اسلامي-امارت-د-فوټبال-ملي-لوبډلې-بریا-لپاره-ټول-شرایط-برابر-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com