دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 270943
په فاریاب ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په پښتونکوټ او قرغان ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د فاریاب د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه تېره ورځ (دوشنبه، جوزا ۸) د پښتونکوټ ولسوالۍ د فرخشت په سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
 
په ورته وخت کې د دې ولایت په قرغان ولسوالۍ کې په یوه بله ترافیکي پېښه کې پر موټر سایکل سپاره یو ځوان وژل شوی دی.
 
د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغو دوو پېښو اصلي لاملونه بلل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaywnue49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته