دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 270944
په هېواد کې په تېرو لسو ورځو کې د سېلابونو او طبيعي پېښو له امله تر ٣٠ زيات کسان مړه او ټپيان شوي دي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. دغه راز ۱۲۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او څه باندې ۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي نن (سه شنبه، جوزا ۹) رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
 
د ښاغلي رحیمي په وینا ۳۰ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي دي.
 
د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې د ثور په میاشت کې هم د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پیښو له امله ۴۲ تنه مړه او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ د جوزا د ۸مه سېلاب په لوګر ولایت کې د استوګنې ۶۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې وه.
 
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله له زیاتو زیانونو سره مخ دی.
 
https://avapress.com/vdcbagb5arhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته