دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 270965
د باکو په نړیوالو سیالیو کې د افغان تکواندو کار بریا
د تکواندو افغان لوبغاړی محسن رضايي په باکو کې د نړیوالو سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې خپل سیال ته په ماتې ورکولو بریالی شو.
افغان غږ خبری آژانس: د تکواندو فدراسیون چارواکي وايي، د دغه هېواد دغه تکواندو لوبغاړي په منفي ۵۸ کیلو ګرامه وزن کې خپل حریف ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
 
د شاوخوا دوو سوو هېوادونو ترمنځ د تکواندو سيالۍ د اذربايجان د "باکو" ښار په کوربه توب پيل شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تايلند د متايي په نړيواله سيالۍ کې چې شاوخوا درې اونۍ مخکې په ايران کې د افغان کډوالو له ډلې څخه دوو تنو ورزشکارانو هم په دې سياليو کې ګډون کړى و او د کډوالو ټيم وتوانيد چې د دغې سيالۍ د ټولنيز نوښت مډال وګټي.
 
https://avapress.com/vdcep78wnjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته