دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 270966
امیر خان متقي پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه دې لغوه کړي، ترڅو افغانان وکولای شي خپلو اړتیاوو ته لاسرسی ومومي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی تېره ورځ سه شنبه د جوزا ۹مه د ۱۸ افغان اتباعو فاتحي په مراسمو کې چې بلغاریا ته د تګ په حال کې په کانټینر کې د هوا د نشتوالي له امله مړ شوی وو، وینا وکړه.
 
ویل کېږي چې دا پېښه د فبرورۍ په ۱۷مه شوې وه، خو له شاوخوا درېیو میاشتو ځنډ وروسته د دغو افغانانو جسدونه د تېرې چهارشنبې په ورځ د اریانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې کابل ته ولېږدول شول.
 
امیرخان متقي د دغو قربانیانو له خپلوانو سره په خبرو کې د دغه ځنډ یو مهم لامل نړیوال بندیزونه وبلل.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان مطیع یو ځل بیا له ټولو افغانانو وغوښتل چې بهر ته د تلو په صورت کې له قانوني لارو کار واخلي.
 
متقي وویل: ټول هیوادوال دا حق لري که دوی د هوا له لارې یا د ځمکې له لارې تیریږي ، ټول بندرونه خلاص دي. هرڅوک کولی شي لاړ شي ، سفر وکړي او له قانوني لارو بیرته راشي. مګر ځان د هغه خطرونو سره مه مخامخ کوي چې خدای مکړه د بلغاریا په څیر پیښو سره مخ شي.
 
په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د ملیاردونو ډالرو په بندیدو، د بندیزونو لګولو او د اسلامي امارت په نه پیژندلو سره په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران نور هم پراخ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcfvxd0vw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته