کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شهاب الدین دلاور: په نږدې راتلونکي کې به په فاریاب کې د دوو کانونو د استخراج چارې پیل شي

10 جوزا 1402 ساعت 12:13

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولایت د یو شمیر کانونو د استخراج چارې پیل شي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د کانونو د وضعیت د څیړلو او د کانونو د ستونزو د حل په موخه پرون (سه شنبه د جوزا ۹ مه) فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست فاریاب ته د خپل سفر موخه د دغه ولایت د کانونو د وضعیت څېړل اعلان کړل او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې په قره قل ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو دوه کانونه او په لولاش کې د سرو زرو او سرې کانونه جوړېږي. ولسوالي به یو قراردادي شرکت ته وسپارل شي او کار به یې پیل شي.
 
شهاب الدین دلاور زیاته کړه چې د دغو کانونو د استخراج په پیل سره به سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د خلکو اقتصادي وضعیت به ښه شي.
 
هغه وويل: "موږ د سرو زرو، سرې او زنک او د تېلو او ګازو نور کانونه لرو، موږ د دغو کانونو د کتلو لپاره راغلي يو، څو دغه کانونه چې ټول د خلکو ملکیتونه دي، په سمه توګه ساتنه او په قانوني ډول استخراج شي.
 
نوموړي دغه راز د غور ولایت د لعل سرجنګل کان د عوایدو له لارې د هرات-بادغیس حلقوي سړک د ۱۵۰ کیلومتره بټومین کولو د پیل په اړه هم خبرې وکړې. دغه سړک فاریاب ولایت د هېواد له لوېدیځو ولایتونو سره نښلوي.
 


د مطلب کود: 270974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270974/شهاب-الدین-دلاور-په-نږدې-راتلونکي-کې-فاریاب-د-دوو-کانونو-استخراج-چارې-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com