دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 270975
رویټرز ادعا کوي: د اسلامي امارت مشر د قطر له لومړي وزیر سره کتلي او پټې خبرې یې کړي دي
رویټرز خبري آژانس د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د سولې د هوکړې په اړه کتلي او د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ ترینګلتیا، د ښځو پر تعلیم او کار بندیز او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو محرمې ناستې او بحثونه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په یوه راپور کې چې نن چهارشنبه (جوزا ۱۰) خپور شوی، رویټرز لیکی چې د امریکا حکومت له دې خبرو خبر دی او د خبرو د دوام په ګډون په ټولو مطرح شویو موضوعاتو کې همغږی دی.
 
رویټرز دا هم لیکلي چې د قطر لومړي وزیر د اسلامي امارت له مشر سره په خبرو کې یوه موضوع "د ښځو پر زده کړو او کارموندنې د بندیز پای ته رسولو اړتیا وه".
 
یوې سرچینې چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې له رویټرز سره خبرې کولې وویل چې دغه ناسته "ډېره مثبته" وه او هیبت الله اخندزاده له نړیوالې ټولنې سره د خبرو د دوام لپاره "ډیره لېواله" و.
 
د رویټرز د راپور له مخې، د قطر لومړي وزیر د اسلامي امارت له مشر سره په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره د هڅو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طالبانو د میداني هڅو د دوام په اړه هم خبرې وکړې.
 
رویټرز لیکي چې سپینې ماڼۍ، د قطر د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د قطر سفارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او اسلامي امارت په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.
 
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د جمعې په ورځ (جوزا ۲۲) د افغانستان په جنوب کې د کندهار ښار ته سفر وکړ او هلته یې د اسلامي امارت له رئیس الوزرا محمد حسن اخند سره په رسمي توګه وکتل.
 
که د اسلامي امارت له مشر سره د قطر د لومړي وزیر لیدنه تایید شي، دا به له یوه بهرني چارواکي سره د هغه لومړۍ لیدنه وي.
 
https://avapress.com/vdcfexd0tw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته