دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 270978
د روغتیا نړیوال سازمان د خوارځواکۍ ماشومانو لپاره د درملنې ۱۳۰ مرکزونه ملاتړ کوي
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خوارځواکي ماشومانو د درملنې له ۱۳۰ مرکزونو ملاتړ اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د افغانستان په جنوب کې د ۱۲ روغتونونو ۲۸ روغتیایی کارکوونکو او ۱۱ نرسانو د حاد خوارځواکۍ د ماشومانو د درملنې روزنیز کورس بشپړ کړ.
 
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا مهال په افغانستان کې د خوارځواکي ماشومانو د درملنې ۱۳۰ مرکزونه لري.
 
دغه سازمان د روان کال په فبرورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان او څه باندې اته سوه زره امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdciyuarvt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته