کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز ولایت کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

10 جوزا 1402 ساعت 13:48

د کندز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي چې د کتاب د اوونۍ په مناسبت يې ددغه رياست په کتابتون کې يو ورځنى کتاب نندارتون جوړ کړى دى.


آوا - مزارشریف: د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیع الله روحاني آوا ته وویل: دغه نندارتون پرون (سه شنبه، جوزا ۹) د یوې ورځې لپاره جوړ شو.
 
د هغه په ​​وينا، په دغه نندارتون کې د بېلابېلو څانګو سلګونه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي وو.
 
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه چې دغه نندارتون ته خلک په ځانګړې توګه ځوانان په ځانګړې لېوالتيا راغلي او په ساعتونو ساعتونو يې کتابونه لوستل.
 
په همدې حال کې سږ کال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د کتابونو د نندارتونونو په جوړولو سره د کتاب او لوستلو اونۍ ونمانځل شوه.
 


د مطلب کود: 270995

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270995/په-کندز-ولایت-کې-د-کتابونو-نندارتون-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com