دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 271020
په کاپيسا کې د يوې لارۍ د چپه کېدو له امله ١٥ تنه مړه او ټپيان شوي دي
د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د یوه مازدا موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پیښه نن چهارشنبه د جوزا په ۱۰ مه د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د اشپې دره د چایخیل کیکاچ په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
 
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالفتاح فايز وايي، دغه موټر په داسې حال کې له غره څخه وغورځېد چې د کروندګرو يوه ډله خپلو کروندو ته لېږدول.
 
فایز زياته کړه، چې په وژل شويو کې يو ماشوم او په ټپيانو کې يو شمېر ښځې هم شاملې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د کابل - جلال آباد پر لويه لاره يو "سراچه" ډوله موټر له سړکه واوښت، چې له امله يې اته تنه مړه او ټپيان شول.
 
د موټر چلوونکو بې احتیاطي او خراب سړکونه د دې ډول پېښو لامل بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdchizniv23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته