دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 271022
په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني باروړونکو موټرو د تګ راتګ غیر رسمي دروازه پرانیستل شوه
رسنیو خبر ورکړی، چې افغانستان او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د سپین بولدک پر پوله د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ یوه غیر رسمي دروازه پرانیستې ده.
افغان غږ خبری آژانس - د کندهار ولایت سوداګر وايي چې د دې دروازې په جوړیدو سره دوی ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي ځکه چې پخوا به د ګڼې ګوڼې له امله سوداګري توکي په ټاکلي وخت بازارونو ته نه وړل کېدل.
 
دغه دروازه د سپين بولدک په سرحدي سيمه "ویش" سيمه کې پرانيستل شوې ده.
 
ویل کېږي چې دا کار د دواړو هېوادونو د سوداګرو د وړاندیز پر بنسټ شوی، ځکه په تېر کې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ څو ورځې وخت نیول.
 
د آریانا نیوز د راپور له مخې، د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مشر محمد صدیق وايي: موږ له پاکستان سره پر پوله دروازه درلوده، خو د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله زموږ ترانزیتي وسایط له څلورو تر پنځو ورځو پورې انتظار ایستل، خو اوس زموږ سوداګري هم ښه شوې ده. له همدې امله د دواړو لورو سوداګرو له یو بل سره خبرې وکړې او د هوکړې پر اساس دغه دروازه جوړه شوه.
 
په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان موټر چلوونکي د دې دروازې په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې د پخوا په پرتله ورته تګ راتګ اسانه شوی دی.
 
د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دې دروازې جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره مهم بولي او وايي چې په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زياته شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په سوېل کې سوداګر او پانګوال پاکستان ته د تازه مېوو د لېږد په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وو، چې له امله يې له افغانستان څخه ډېرې تازه مېوې د پولې له لارې تېرېدې.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان سره پراخې سوداګريزې اړيکې لري. د هېواد د کورنيو اړتياوو يوه مهمه برخه له دغو دوو هېوادونو څخه افغانستان ته داخلېږي.
 
https://avapress.com/vdcj8ve88uqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته