کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د «سی پک» په اقتصادي پروژه کې شامل شو

11 جوزا 1402 ساعت 9:08

پاکستان او چین د افغانستان لپاره د «سی پک» په نوم د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې د ۶۰ میلیارد ډالرو د شاملیدو تړون لاسلیک کړ.


آوا - کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد چارواکو له خپلو چینایی سیالانو سره هوکړه کړې چې د یو کمربند او یوې لارې نوښت افغانستان ته وغځوی.
 
د دې تړون له مخې به افغانستان د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د چین - پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژه کې چې د «سی پک» په نوم یادیږي شاملیږي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړو لورو موافقه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي او افغانستان ته د «سی پک» د غځولو په ګډون په افغانستان کې د پراختیايي همکاریو زیاتولو ته دوام ورکړي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې چینايي او پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم افغانستان ته د دې پروژې د غځولو په اړه خبرې کړې دي او د اسلامي امارت حکومت په دې پروژه کې د ګډون او د اړتیا وړ زیربنایي پانګونې د ترلاسه کولو هوډ څرګند کړی دی.
 
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزير اميرخان مطفي له دې مخکې له خپلو چينايي او پاکستاني سيالانو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته تللى و او په دې اړه يې هوکړې ته رسيدلي وو.
 
د اسلامي امارت چارواکو هم هیله څرګنده کړې چې چین به د هیواد د بډایه زیرمو په سکتور کې چې ارزښت یې یو تریلیون ډالرو ته رسیږي، پانګونه زیاته کړي.
 


د مطلب کود: 271024

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271024/افغانستان-د-سی-پک-په-اقتصادي-پروژه-کې-شامل-شو

آوا
  https://www.avapress.com