دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 271029
په ننګرهار کې په دوو ترافيکي پېښو کې تر لسو زيات مړه او ټپيان شول
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه پېښې تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۱۱) د دغه ولایت په چپرهار او روداتو ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.
 
ښاغلي زابلي وویل چې د ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د یوه «مازدا» لارۍ د چپه کېدو له امله ۶ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي وو.
 
څه موده وړاندې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د "سراچه" ډوله موټر له سړکه واوښت، چې له امله یې ۸ تنه مړه او ټپیان شول.
 
د موټر چلوونکو بې احتياطي او د هېواد د لويو لارو خرابوالى د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgxq9xyak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته