دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 271037
په تیرو دریو میاشتو کې د ۱۴۰ زره خوارځواکۍ ماشومانو درملنه شوي ده
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه سازمان له خوا په افغانستان کې د ۱۴۰ زره په شدید حاد خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل ټویټر کې لیکلي چې دغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر پایه د خوارځواکۍ د شدیدې خوارځواکۍ درملنه ترلاسه کړې ده.
 
په همدې حال کې یونیسف په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او تنکیو نجونو تر منځ د حاد سوءتعذیه کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.
 
د بیکارۍ زیاتوالی د کورنیو ترمنځ د فقر کچه لوړه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcfmyd0ew6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته