کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ ولایت کې د دوو نویو ولسوالیو جوړول

11 جوزا 1402 ساعت 14:08

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د «البرز او چاهۍ» په نوم د دوو نویو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکوي.


آوا - مزارشریف: د بلخ ولایت د ولایت مقام د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د «البرز او چاهی» په نومونو دوه نوې ولسوالۍ جوړې شوې دی.
 
د دوی په وینا له دوو میاشتو راهیسې دغه دوه ولسوالۍ د بلخ په اداري واحد کې شاملې شوې دي.
 
د بلخ مرستيال والي نورالهدي ابوادريس هم پرون د افغانستان په شمال کې د ملګرو ملتونو له استازي سره په ليدنه کې وويل چې بهرني بنسټونه بايد په دغو دوو نوو رامنځته شويو ولسواليو کې رغنيزې پروژې پلې کړي.
 
د بلخ مرستيال والي هم وويل، چې د دغه ولايت ټولې ولسوالۍ پاملرنې ته اړتيا لري.
 
د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته خلم ولسوالۍ له بلخ څخه جلا او د سمنګان په اداري واحد کې شامله شوه، چې له دې وروسته بلخ ۱۳ ولسوالۍ درلودې، خو اوس د دوو نویو ولسوالیو په جوړیدو سره دغه ولایت ۱۵ اداري واحدونه لري.
 


د مطلب کود: 271062

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271062/په-بلخ-ولایت-کې-د-دوو-نویو-ولسوالیو-جوړول

آوا
  https://www.avapress.com