افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد د پنجشنبې په ورځ د جوزا ۱۱مه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست پرون د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل.
نوموړي لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پر څرنګوالي، د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو او له افغانستان سره د اړیکو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې ښاغلي متقی وویل، چې په هېواد کې د امنیت او ثبات له راوستو وروسته اوس د دې وخت دی، چې د نظري بحثونو پر ځای د ولس د ستونزو د کمولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
ښاغلي متقی له نړیوالې ټولنې او مرستندویه موسسو سره د اړیکو لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړ او د هراړخیزو همکاریو ژمنه یې وکړه.
همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د ملګرو ملتونو استازې مېرمن رزا اتونبایوا هم په دې ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د دغه سازمان لومړیتوب له بشري وضعیت سره مبارزه ده او هڅه کوي چې افغانستان ته د بشري مرستو ترڅنګ پراختیايي مرستې هم ورسوي.
په همدې حال کې داسلامي امارت دبهرنيو چارو سرپرست وزير پابيش دبهرنيو هيوادونو له يو شمير مسوولينو سره وکتل .
باید یادونه وشي چې ملګرو ملتونو تر اوسه د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.