دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 271089
بلخ ولایت ته د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سفر
د بلخ ولایت مقام رسنیز مرکز دغه ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شهاب الدین دلاور د سفر خبر ورکړی دی. ویل شوي، چې بلخ ولایت ته د دلاور د سفر موخه د دغه ولایت له کانونو څخه لیدنه او د مسوولینو د ستونزو اورېدل او له هغوی سره د چلند په اړه ویل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت مقام د رسنیو د مرکز د راپور له مخې، د کانونو سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور، پرون له غرمې مخکې د دغه ولایت له مرستیال او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې بلخ ولایت ته د ښاغلي دلاور د سفر موخه د دغه ولایت د کانونو له سیمو لیدنه، له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې او د هغوی د ستونزو هوارول دي.
 
په دې کتنه کې د بلخ سیمه ییزو چارواکو د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې د دغه ولایت د کانونو وضعیت وڅېړي.
https://avapress.com/vdcc4sqio2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته