دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 271097
په هیواد کې د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې وویل، چې د پانګوالو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، چې اوسمهال پرې کار روان دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د سوداګرۍ خونې له رئیس محمد یونس مومند سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس، د تبادلې د اتحادیې مرستیال حاجي بهرام او یو شمیر پانګوالو او سوداګرو لیدنه وکړه.
 
د رئیس الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې سوداګرو او پانګوالو وويل، هڅه کوي په هېواد کې د پانګونې له لارې په اقتصادي او صنعتي وده کې برخه واخلي او هېوادوالو ته د کار زمينه برابره کړي.
 
دوی د خپلو یو شمېر ستونزو او وړاندیزونو د شریکولو په ترڅ کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې دوی ته د سالمې پانګونې د سیالۍ زمینه برابره کړي.
 
سرپرست رئیس الوزرا ویلي، پانګوالو او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او دا د ویاړ خبره ده چې په اوسني وضعیت کې له خپلو خلکو سره دي.
 
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د اقتصادي ودې په لاره کې مهم ګامونه پورته کړي او دا مهال په یو شمېر سترو پروژو کار روان دی او د هېواد ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcb98b5zrhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته