دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 271101
د منځنۍ اسیا د هېوادونو او د اروپا د شورا مشرانو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ
په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او د اروپا د شورا رئیسانو د خپلې دویمې سیمه ییزې غونډې په پای کې د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې د نړیوالې ټولنې د مرستو پر زیاتوالي، د افغانستان د باثباته کولو په برخه کې پر پراختیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د منځنۍ اسیا د هېوادونو او د اروپا د شورا د مشرانو غونډه د جمعې په ورځ (جوزا ۱۲) د قرغزستان په چولپون آتای ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو د مشرانو او د اروپا د شورا مشر چارلس میشل په حضور کې جوړه شوه.
 
د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي، چې د غونډې ګډونوالو د افغانستان د خرابېدونکي وضعیت په اړه خپله ګډه اندیښنه څرګنده کړه.
 
د منځنۍ اسيا د هېوادونو او د اروپا د شورا رئيسانو په سختو شرايطو کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په خاطر د نړيوالې ټولنې د هلوځلو قدرداني وکړه.
 
دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې زیاتې کړي.
 
د منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو او د اروپا شورا د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو او د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او توکمونو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته په درناوي ټینګار وکړ.
 
د منځنۍ اسيا د هېوادونو مشرانو او د اروپا شورا په دې اعلاميه کې زياته کړې، چې دوى د افغانستان د يوه خوندي، سوله ييز، باثباته او هوسا هېواد په توګه د پرمختګ لپاره ژمن دي.
 
دوی د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا ترمنځ د خبرو د دوام غوښتنه کړې او دغه خبرې یې مهمې بللي دي.
 
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د خپلې غونډې په وروستۍ وینا کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو او په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په لغوه کېدو ټینګار کړی دی. دا غونډه د مې په ۲۵ او ۲۶ جوړه شوې وه.
 
https://avapress.com/vdchvzniz23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته