دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 271106
حکومت د ۱۴۰۲ بودیجې سند تصویب کړ
د نوي مالي کال له پیل څخه دوه میاشتې وروسته؛ د اسلامي امارت چارواکي وايي، سرپرست حکومت د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې سند تصویب کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (جوزا ۱۳) له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې سند تصویب شوی دی.
 
د مجاهد د څرګندونو پر بنسټ؛ د بودیجې د سند د دوه میاشتني ځنډ لامل د اسلامي امارت د نوي تنظیم نه نهایي کیدل وو.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به بودجه تصویب او د بنسټونو بودیجه به تطبیق شي.
 
خو مجاهد د ١٤٠٢ مالي کال د بوديجې د مجموعي مقدار او همدارنګه د پراختيايي او عادي بوديجې په اړه څه ونه ويل، خو د اسلامي امارت د پخوانیو معلوماتو پر بنسټ د راتلونکي کال د بودیجې اندازه د سږني کال د بودیجې له حد څخه لوړه ده.
 
د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې سند د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له خوا تصویبیږي، په داسې حال کې چې د سږني کال د بودیجې سند د تیر کال د وږي په اتمه د اسلامي امارت د سرپرست کابینې له خوا تصویب شو او د مالیې وزارت هم ورته اړتیا وه، ترڅو اړین اقدامات ترسره شي.
 
له دې سره سره د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې په کاشو کې د بې وزلۍ د کمولو لپاره اسلامي امارت ته پکار ده چې پراختیايي بودیجې ته زیاته توجه وکړي.
 
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند وايي، د بې وزلۍ د کمولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه په حقیقت کې د یو شمېر پراختیايي پروژو کار روان دی او په پام کې ده چې سږ کال د نیمه پایو پروژو کار بیا پیل شي.
 
https://avapress.com/vdccxsqie2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته