دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 271128
د ازبکستان او پاکستان چارواکو په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ پر جوړولو خبرې وکړې
د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي په تاشکند کې د پاکستان له سفیر سره وکتل او د افغانستان له لارې د ترانسپورتي پروژو او د "ترمز- مزار شریف- کابل- پېښور" د اورګاډي د پټلۍ د غځولو په اړه یې خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان سفیر احمد فاروق په دې ناسته کې په سیمه ییزو پروژو کې د تاشکند ګډون مهم وباله.
 
د ازبکستان - افغانستان - پاکستان د اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره د سړک نقشه په ۲۰۱۹ کال کې د درې واړو هېوادونو د هغه وخت چارواکو ترمنځ په تاشکند کې لاسلیک شوه.
 
اسلامي امارت د واک تر اخیستو وروسته د دې پروژې په اړه له ازبکستاني چارواکو سره هم خبرې کړي دي.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت د ریل پټلۍ څانګې په ټویټر کې لیکلي چې د اورګاډي ادارې د نړیوالو اړیکو مسؤل بخت الرحمن شرافت او "عبدالمالک روحاني" د منځني ختیځ د نړیوالې برخې په ۳۱مه غونډه کې ګډون کړی دی.
 
ترکیې ته د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې د مشر "سرکان اتمر" د سفر په ترڅ کې د کاردیمیر سمیلټینګ شرکت مشر افغان پلاوي ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د کانونو د استخراج پر ځای د ریل پټلۍ تولید کړي.
 
هغه دا هم وويل، چې دې پروسې په نورو هېوادونو کې هم مثبتې پايلې لرلې دي.
 
خو د اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ مشر ویلي چې په کابل کې د دې طرحې په اړه بحثونه شوي او که هوکړه وشي، پلان به عملي شي.
 
https://avapress.com/vdcgxq9x7ak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته