دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 271153
په لغمان ولایت کې څه باندې ۹ زره او ۸۰۰ جریبه ځمکه د حکومت له لوري تثبیت شوه
د عدلیې وزارت وايي، د لغمان ولایت د "ځمکو د غصب مخنیوي" تخنیکي ټیم له دولتي څېړنو وروسته په دغه ولایت کې ۹۸۴۷ جریبه ځمکه تثبیت کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (جوزا ۱۳) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په لغمان ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي ټیم الینګار ولسوالۍ ته تللی او زرګونه جریبه ځمکه یې دولتی تثبیت کړې ده.
 
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ټیم د نیمني، قلاتیک، میزري، ګلارام او کټاسنګ سیمې څېړلې چې په پایله کې یې په دغو سیمو کې ۹۸۴۷ جریبه دولتي ځمکه په ګوته شوې ده.
 
د عدلیې وزارت چارواکي زیاتوي، چې ځینو کسانو پر یادې ځمکې کور، سړې خونې او باغ جوړ کړی دی.
 
ویل کیږي چې تخنیکي ټیم «غصب کوونکو» ته ویلي چې د سرپرست حکومت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې هیڅوک حق نه لري چې پر دولتي ځمکو تاسیسات جوړ کړي.
 
دغه بورډ همداراز اعلان کړی، چې د دې پرېکړه لیک له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
 
د راپورونو له مخې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي کمېټه نږدې یو کال وړاندې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري جوړه شوه او تر اوسه یې په ټول افغانستان کې لسګونه زره جریبه ځمکه غصب کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcenz8wxjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته