کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن استرالیايي پخوانی پوځي د قاضي په حکم استعفا ته اړ شو

14 جوزا 1402 ساعت 9:19

د اسټرالیا یو پخوانی سرتیری بین رابرټس سمت چې پخوا په افغانستان کې په جنګي جرمونو (د څلورو بې ګناه خلکو په وژلو) تورن و، پرون د ملکي محکمې له حکم وروسته د خپل هېواد د یوه رسنیز شرکت د اجرایوي مشر په توګه له خپلې دندې استعفا ته اړ شو.


آوا: ښاغلی سمیټ د استرالیا د پوځ د کومانډو قطعې له سربازانو څخه دی چې د خدمت په ترڅ کې یې ګڼ شمیر مډالونه ترلاسه کړي دي.
 
د جمعې په ورځ، د جون د میاشتې په ۱۲ نیټه، دغه پخوانی استرالیایی عسکر په سون ویست میډیا کې وروسته له هغې له خپلې دندې استعفا ته اړ شو چې د یوې ملکي محکمې قاضي د څلورو افغان اتباعو د ناقانونه وژنې تورونه تایید کړل.
 
دا رایه د دې لامل شوې چې د "ویکټوریا کراس" معتبر مډال بیرته واخیستل شي، چې یو له خورا مهم ویاړونو څخه دی چې ده ته ورکړل شوی و.
 
د يادونې وړ ده، چې اسټراليايي پوځيان د امريکايي او برتانوي ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال په جنګي جرمونو تورن دي. څه موده وړاندې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه راپورونه خپاره شول.
 


د مطلب کود: 271156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271156/په-افغانستان-کې-جنګي-جرمونو-تورن-استرالیايي-پخوانی-پوځي-د-قاضي-حکم-استعفا-ته-اړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com