دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 271159
د صهیونیسټ رژیم درې پوځیان د مصر له نیواکګرو سیمو سره په سرحد کښې د ډزو په نتیجه کښې ووژل شول
د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې له مصر سره پولې ته څېرمه د یوه وسله وال کس د ډزو په پایله کې د دغه رژیم ۳ پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د دغې پیښې په اړه چې پرون شنبه د جوزا په ۱۳ مه رامنځ ته شوه، په جزئیاتو کې. د صهیونیسټي رژیم د ځواکونو په حواله ویل شوي دي؛ وروسته له دې چې دغو عسکرو په خپلو ساتونکو پوستو غږونو ته ځواب ونه وایه، د دغه رژیم نور ځواکونه د وضعیت د څیړلو لپاره د ګمارنې سیمې ته لاړل چې هلته د دوو نارینه او ښځینه عسکرو جسدونه ولیدل. د دريم سرتيري او هم د دغه بريد د عامل جسد چې ويل کيږي د دغو نښتو په نتيجه کې وژل شوی دی، څو ساعته وروسته په همدې سيمه کې وموندل شو.
 
د اسرائیلو پوځ په پیل کې ادعا کړې وه چې د دغه برید عامل یو مصری پولیس وو.
 
ويل کيږي چې دغه پيښه څو ساعته وروسته له هغه رامنځته شوه چې د مصر او مصر په پوله کې د نشه يي توکو د قاچاق د عملياتو مخه ونيول شوه.
 
دغه ډزې ولې او څنګه وشوې او د صهیونیسټ رژیم د امنیتی ځواکونو د وژل کیدا په اړه نور جزئیات تراوسه نه دی خپاره شوی .
 
له مصر سره د اشغال شويو سيمو په پوله کې درې اسرائيلي پوځيان ووژل شول، په دې وروستيو اوونيو کې دغه رژيم په پرله پسې ډول پر غزې او لويديځه غاړه بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو تنه شهيدان او ټپيان شول.
 
https://avapress.com/vdcam6nuo49n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته