کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په پلازمېنه کې پر یوه افغان ماشوم جنسي تېری شوی دی

14 جوزا 1402 ساعت 9:58

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د نامعلومو کسانو له خوا پر یوه اته کلن افغان ماشوم جنسي تېری شوی دی.


آوا: ویل کیږي، چې دا پیښه تیره جمعه د جوزا په ۱۲ مه د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد ښار په شهزاده سرای کې رامنځ ته شوې ده.
 
رسنیو د پاکستاني سرچینو له خولې لیکلي؛ یوه ځوانه افغانه نجلۍ چې د خپل کور مخې ته په لوبو بوخته وه، د تورن کس له خوا وتښتول شوه او پرې جنسي تېری وشو.
 
د ماشوم د کورنۍ له شکایت وروسته پاکستاني پولیسو د تورن پر ضد مقدمه درج کړه، خو تر اوسه یې په نیولو نه دي بریالي شوي.
 
وژل شوی ماشوم اته کاله عمر درلود او د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار اوسېدونکی و.
 
د دغه ښار روغتیايي چارواکو پر دغه ماشوم د جنسي تېري پخلی کړی دی.
 
ځايي اوسېدونکي وايي، دغه افغان کورنۍ څه موده وړاندې د اسلام اباد شهزاده ښارګوټي ته تللې وه.
 
د اسلام آباد پوليسو تر دې دمه د دې پېښې په تړاو څو شکمن کسان نيولي او پوښتنې کوي.
 
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په دغه هېواد کې د افغان اتباعو د ځورونې، شکنجې او زنداني کېدو راپورونه ورکول کېږي.
 
څه موده وړاندې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ویډیوګانې خپرې شوې، چې پراخې نیوکې یې ورسره وکړې.
 


د مطلب کود: 271162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271162/د-پاکستان-په-پلازمېنه-کې-پر-یوه-افغان-ماشوم-جنسي-تېری-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com