افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ: د دغه وزارت تخنیکي مرستیال وايي، چې د دغو سړو خونو د جوړېدلو لپاره پر یوې تګلارې کار روان دی او په وروستي کېدو سره به یې په راتلونکي کې په دې برخه کې د کروندګرو ستونزې حل شي.
یو شمېر کروندګر او بڼوال هم د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره په خپلو سیمو کې د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو موسم رارسېدلی خو د کروندګرو او کارخونو لرونکو په وینا د معیاري سړو خونو نشتون د دوی پر وړاندې جدي ستونزه ده.