دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 271178
هره میاشت سل زره پاسپورتونه هیوادوالو ته ویشل کیږي
د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب د اسلامي امارت د رئیس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې وویل چې د پاسپورت ریاست هره میاشت سل زره پاسپورټونه د هیواد پر اتباعو ویشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پاسپورت ریاست له عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب سره وکتل. .
 
مولوي عبدالکریم حسیب لومړی د پاسپورټ عمومي ریاست د فعالیتونو او دندو په اړه راپور د رئیس الوزرا د اداري مرستیال دفتر ته وړاندې کړ.
 
هغه زیاته کړه، هره میاشت د دغه دفتر له لارې له سلو زرو څخه زیات پاسپورتونه مراجعینو ته وېشل کېږي او د پاسپورټونو د وېش د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي او دا هم وویل چې د مراجعینو د اسانتیا لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.
 
له بلې خوا مولوي عبدالسلام حنفي د پاسپورټ عمومي رياست له فعاليتونو، لاسته راوړنو او دندو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، پاسپورټ د هر وګړي عادي حق دى او مسوولين يې بايد په ترلاسه کولو کې له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.
 
هغه همدا راز زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین تل د هیواد په ټولو برخو کې د خلکو د ستونزو د پیژندلو او حل کولو په لټه کې دي.
 
https://avapress.com/vdcbz8b5wrhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته