دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 271196
د بغلان د ډبرو سکرو د استخراج لپاره ۱۴ تنو ته جواز ورکول شوي
د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور بغلان ته د یوه سفر په ترڅ کې ۱۴ کسانو ته د ۹ میاشتو د ډبرو سکرو د استخراج جوازونه ورکړل.
افغان غږ خبری آژانس – مزار شریف: د بغلان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور پرون (یکشنبه، جوزا ۱۴) بغلان ته سفر کړی او ۱۴ تنو ته یې د کار جوازونه صادر کړی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د دغو کسانو جوازونه به په دې شرط تمديد شي، چې په دې موده کې د ډبرو سکرو د استخراج معيارونه پوره کړي.
 
په ورته وخت کې، په بغلان کې د ډبرو سکرو ۴۰۰ کانونه شتون لري چې له دې جملې څخه ۱۴ یې د کانونو جواز ترلاسه کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcb98b50rhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته