کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر زیات شوی دی

15 جوزا 1402 ساعت 8:55

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ، چې د دې سازمان د نوې ارزونې پر بنسټ په افغانستان کې تر ۵۰۰ زره ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.


آوا - کابل: د دغه سازمان د بشری مرستو د همغږۍ څانګې (اوچا) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د بشری مرستو د اړمنو افغانانو په اړه د یوې نوې ارزونې پر بنسټ د ۲۰۲۳ کال له پیله تر جون میاشتې پورې ۵۰۰ زره نور کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۸،۳ میلیونه کسانو ته رسېدلی، خو اوس ۲۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
OCHA د ۲۰۲۳ کال لومړیو پنځو میاشتو ارزونه کړې او ویلي یې دي چې د روان کال د پاتې اوو میاشتو پاتې ناحل شوي مسئلو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.
 
ملګري ملتونه وايي، له اړمنو سره د مرستې او نورو بشري پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره لږ تر لږه ۲.۲۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
 
که اړینې مرستې د ملګرو ملتونو او نورو همکارو سازمانونو ته وسپارل شي، لږترلږه ۲۰ میلیون خلک به مرستې ترلاسه کړي.
 
ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۲ کال تر پایه یې له ۱۷،۳ میلیونو انسانانو سره لږ تر لږه ۹۲۴ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
 


د مطلب کود: 271199

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271199/ملګري-ملتونه-په-افغانستان-کې-بشري-مرستو-ته-د-اړمنو-کسانو-شمېر-زیات-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com