دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 271209
په کابل کې د چین سفیر: د افغانستان د روغتیا سکتور اړتیاوو پوره کولو ته چمتو یو
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې وویل، هېواد یې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د اړتیاوو په پوره کولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه (جوزا ۱۵ ) په ټوېټر پاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د چین له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي.
 
په دې کتنه کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر له افغانستان سره د چین د پخوانیو همکاریو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې چین په ټولو برخو کې د افغانستان له مهمو شریکانو څخه دی.
 
ډاکټر قلندر عباد په کابل کې د جمهوریت روغتون د اړتیاوو د پوره کولو په اړه وویل، د دغه روغتون د پرمختګ په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لرو او که د دغه روغتون د ښه کولو پلان بشپړ شي، نو ټولې اړتیاوې به له تاسو سره شریکې کړو.
 
د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم د چین له سفیر څخه وغوښتل چې د یاد تفاهم لیک له مخې د پوهنې له وزارت سره د تعلیمي پروګرامونو په برابرولو کې همکاري وکړي.
 
له بلې خوا د چين سفير وانګ يو ​​له افغانستان سره د دغه هېواد د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې موږ چمتو يو چې له عامې روغتيا وزارت سره په لازمو برخو کې همکاري وکړو.
 
https://avapress.com/vdcgzq9xyak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته