کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې مخابراتي خدمات پراخیږي

15 جوزا 1402 ساعت 12:07

اسلامي امارت د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له خصوصي شرکتونو سره د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.


آوا - کابل: دغه تړونونه پرون یکشنبه (جوزا ۱۴) د مخابراتو وزارت او د افغان بېسیم او MTN شرکتونه ترمنځ د اسلامي امارت د رئیس الورزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شول.
 
د يادو قراردادونو پر بنسټ به دغه دوه شرکتونه په لرو پرتو سيمو په تېره بيا په کندهار، نورستان، بدخشان، اروزګان، زابل، کونړ، ننګرهار او کابل ولايتونو کې ٣٣ سايټونه جوړوي چې خلک يې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
 
د يادو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ملا برادر وويل، حکومت به د نورو سکتورونو ترڅنګ خلکو ته د ښو او با کيفيته مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
 
اسلامي امارت په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه تړونونه لاسلیک کوي، چې دجمهوریت پر مهال یې اکثره یا په جګړه کې وو او یا هم د اسلامي امارت تر واک لاندې وو.
 


د مطلب کود: 271226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271226/د-افغانستان-په-لرو-پرتو-سیمو-کې-مخابراتي-خدمات-پراخیږي

آوا
  https://www.avapress.com