کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران او افغانستان چارواکو د درملو په برخو کې د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وکړې

15 جوزا 1402 ساعت 12:17

د اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتو د ادارې له مشر سره په کتنه کښې د طب او طبي تکنالوژۍ په برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه (جوزا ۱۵ ) د یوه ټویټ په خپرولو سره اعلان وکړ چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د ایران د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتو د ادارې له مشر سره کتلي.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د طب او طبي تکنالوژۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر څرنګوالي خبرې وکړې.
 
د عامې روغتیا وزیر د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو پروګرامونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د سیروم د تولید فابریکې رامنځته کولو ته اړتیا لرو.
 
له بلې خوا په افغانستان کې د ایران د صادراتو د ادارې مشر د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو د ټینګار په ترڅ کې وویل، موږ چمتو یو چې له لازمو څېړنو وروسته د سیروم د تولید د فابریکې په جوړولو کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړو.
 


د مطلب کود: 271231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271231/د-ایران-او-افغانستان-چارواکو-درملو-په-برخو-کې-سوداګرۍ-پر-پراختیا-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com