کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولایت کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

15 جوزا 1402 ساعت 14:37

نن یکشنبه (جوزا ۱۵) د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت په هرات کې د "پلاستیکي ککړتیا سره د مبارزې" علمي کنفرانس جوړ شو.


آوا - هرات: په دې کنفرانس کې د هرات د چاپیریال ساتنې رئیس حضرت علي ابدالي په خپلو خبرو کې وویل: د پلاستیک له امله د ککړتیا سره د مبارزې په موخه دوی د تور پلاستیک بندول او نورو پلاستیکو کارولو باندې د بندیز لګولو په اړه غور کوي.
 
ښاغلي ابدالي وویل، ټولو هغو صنعتکارانو ته چې د پلاستیک د تولید او وارداتو په برخه کې کار کوي، لارښوونه کوي چې د چاپېریال د ساتنې په موخه دې د پلاستیک پر ځای له کاغذ څخه کار واخلي.
 
له بلې خوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس مولانا نعيم الحق حقاني وويل: هيله ده چې ټول خلک له ککړتيا څخه د چاپيريال په پاکولو کې له دولت سره همکاري وکړي.
 
ښاغلي حقاني زیاته کړه: له ککړتیا څخه د چاپېریال پاکول باید کلتور شي.
 
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دغه راز وويل چې د چاپيريال ساتنه د اسلام د مبارک دين له تاکيدونو څخه ده چې په دې برخه کې بايد ديني عالمان هم خپل رول ولوبوي.
 
هرات د هېواد په لوېديځ کې يو له ګڼ مېشتو ولايتونو څخه دى، چې په دې وروستيو کلونو کې د ځنګلونو د بې توپيره پرې کولو، د لوګيو د لېږدوونکو موټرو د زياتې تګ راتګ، د فابريکو له خوا د بې کيفيته تېلو د کارونې او په دې وروستيو کې د بې کيفيته تېلو د ډېروالي له امله هرات ولايت د هېواد په لوېديځ کې له ګڼې ګوڼې ډک ولايت دى د خلکو له خوا د چاپيريال د قوانينو نه مراعات په دغه ولايت کې د چاپيريال د ستونزو لامل شوي دي.
 


د مطلب کود: 271248

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271248/په-هرات-ولایت-کې-د-چاپیریال-ساتنې-نړیواله-ورځ-ولمانځل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com