دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 271273
د کډوالو نړیوال سازمان څه باندې ۱۷۴۴۰۰ کسانو ته د رواني روغتیا خدمتونه وړاندې کړي دي
په افغانستان کې د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر وايي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر می میاشتې پورې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۷۴۴۷۷ تنو ته د رواني روغتیا خدمتونه وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو نړیوال سازمان په خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې دغو کسانو د رواني روغتیا، رواني-ټولنیز ملاتړ او د رواني زده کړو فعالیتونو په برخو کې خدمتونه تر لاسه کړي دي.
 
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي دي چې د رواني روغتیا متخصصین له ټولنو سره مرسته کوي چې د بحرانونو او ناورینونو اغیزو څخه روغ شي.
 
وروسته له هغه چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، یو شمیر نړیوالو سازمانونو راپور ورکړ چې د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس په ژور خپګان اخته دی.
 
د څو لسیزو جګړو او ناامنیو او روغتیايي خدمتونو ته د لازمو لاس رسي نشتوالی په هېواد کې د رواني ناروغیو د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdchqznix23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته