دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 271279
فيض آباد کې چاودنه شوي
په فیض آباد کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې نن سهار شاوخوا ۸:۱۵ بجې د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد په نوي ښار کې د موټر بم برید په پایله کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس معیز الدین احمدی وایی چې د دغه برید موخه د بدخشان ولایت د مرستیال او سرپرست مولوی نثار احمد احمدی موټر و.
 
د ښاغلي احمدي په وینا، په دې پېښه کې د بدخشان ولایت د مرستیال او سرپرست مولوي نثار احمد احمدي په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
 
دبدخشان ولايت داطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه چې ټپيان ولايتي روغتون ته ليږدول شوي او ددغې پيښې په اړوند دکشفي کشفي ارګانونو له خوا پلټنې روانې دي .
 
د بدخشان مرکز فيض آباد نوي ښار کې د محکمې په څلور لارې کې چاودنه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcd5f0xnyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته