دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 271302
د هرات د تېلو پمپونه معیاري کيږي
د هرات د نفتو او ګازو رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې به د تېلو ټول پمپونو په معياري ډول ورغول شي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د نفتو او ګازو د ادارې مرستیال مولوی عزت الله خبیب وایی چې په هرات کې د تیلو ۲۵۶ پمپونه شته چې ټول باید د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شی.
 
مولوي خبيب همداراز څرګنده کړه: د تیلو د پمپو د معياري کولو کار روان دى.
 
ده زياته کړه: د دغه رياست د پروګرام له مخې بايد ټولې دولتي ادارې له مشخصو مرکزونو څخه تېل او ګاز واخلي چې ټاکل شوې ده.
 
د هرات د نفتو او ګازو رياست مرستيال وايي، دغه رياست له ايران او ترکمنستان څخه تېل پېري او بيا يې په ښار کې د بې کيفيته تېلو د مصرف د مخنيوي په موخه بازار ته وړاندې کوي.
 
هرات ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له سرحدي ولايتونو څخه دى او له ايران او ترکمنستان څخه ملي سوداګر دغه ولايت ته ګاز او نفتي توکي واردوي.
 
https://avapress.com/vdcaw6nuu49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته