دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 271307
اسلامي امارت اسټراليايي چارواکو ته اجازه ورکوي چې د جنګي جرمونو څيړنه وکړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د درېیو بې ګناه وګړو د وژلو په قضیه کې د یوه استرالیايي عسکر د جنګي جنایت په ارتکاب محکومیدو ته په غبرګون کې اعلان وکړ چې اسټرالیايي چارواکو ته به اجازه ورکړي چې په هیواد کې دننه د جنګي جنایتونو څیړنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې پرون له سیډني ایس بي ایس چینل سره په مرکه کې وکړې.
 
هغه وويل، ښايي اسټراليايي چارواکي د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره افغانستان ته راشي.
 
مجاهد ټینګار کړی، چې دوی ته باید د جنګي جنایاتو د څېړلو او څېړنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شي.
 
هغه څرګنده کړه، که دوی ډاډه وي چې تحقیقات به په صادقانه توګه ترسره شي، دوی کولی شي اسټرالیايي چارواکو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ننوځي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
 
تر دې مخکې یوې محکمې حکم کړی و چې د استرالیا پخواني پوځي بین رابرټس سمیت په افغانستان کې د خدمت پر مهال د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ جنګي جرمونه کړي دي.
 
د استرالیا دې محکمې اعلان وکړ چې سمیټ لږترلږه څلور قتلونه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcfxyd0ew6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته