کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه لرغونې سیمه کشف شوي

16 جوزا 1402 ساعت 15:44

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د بهسودو ولسوالۍ په علي سنګ کلي کې تاریخي اثار موندل شوي دي.


آوا - کابل: د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سه شنبې په ورځ د جوزا په ۱۶مه په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې دغه لرغونې سیمه د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په علي سنګ کلي کې موقعیت لري.
 
د چارواکو په وينا، څه موده وړاندې د ميدان وردګ ولايت د بهسودو ولسوالۍ په علي سنګ سيمه کې د تاريخي ابداتو يوه سيمه کشف شوې وه.
 
د دې رياست مسوولين وايي، چې د دې سيمې د ساتنې په موخه د دغه ولايت د اطلاعاتو، کلتور او کشف رياستونو له لوري يوه ګډه کمېټه يادې سيمې ته لېږل شوې ده.
 
چارواکو زیاته کړه، چې د دغه پلاوي معلومات او لاسته راوړنې نن د میدان وردګ د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد او د استخباراتو مرستیال مولوي عبدالسلام الیاس د میدان وردګ والي قاري بختیار معاذ ته ورکړل.
 
په همدې حال کې د ميدان وردګ والي قاري بختيار معاذ وويل: "تاريخي ابدات او سيمې چې د ملت شتمني ده، بايد په ښه توګه وساتل شي."
 
معاذ وويل، چې په دې اړه به د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره خبرې وکړي، څو د يادې سيمې د ښه تشخيص لپاره يو مسلکي ټيم واستول شي.
 
په همدې حال کې ویل کېږي چې د هېواد ډېری لرغوني اثار د ساتنې او نه پاملرنې له امله له منځه تللي دي.
 


د مطلب کود: 271311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271311/د-میدان-وردګ-ولایت-په-بهسودو-ولسوالۍ-کې-یوه-لرغونې-سیمه-کشف-شوي

آوا
  https://www.avapress.com