کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: د ۲۰۲۳ کال تر پایه د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو لپاره ۲.۲۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

16 جوزا 1402 ساعت 15:47

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې د روان کال له جون څخه د روان کال تر پایه په افغانستان کې له ۲۸،۸ میلیونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲.۲۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر د روان میلادي کال له پیل راهیسې له ۲۸.۳ میلیونو څخه ۲۸.۸ میلیونو ته لوړ شوی دی.
 
د OCHA د راپور له مخې، مرستندویه بنسټونه د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې په افغانستان کې له ۲۲،۳ میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره ټولټال ۳،۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې له دې جملې څخه ۹۴۲ میلیونه ډالر د روان کال له جنورۍ څخه تر مې میاشتې پورې رسېدلي دي.
 
راپور زیاتوي چې د "ننګونو شرایطو" سره سره، مرستندویه ادارو د ۲۰۲۳ په لومړیو پنځو میاشتو کې لږترلږه یو ځل له ۱۷،۳میلیون څخه زیاتو خلکو سره مرسته کړې. اوچا زیاته کړه، چې پر دغو مرستو ۹۴۲ میلیونه ډالره لګښت راغلی، چې ۸۵۰ میلیونه ډالره یې د ۲۰۲۲ کال د بشري مرستو له بودیجې څخه لېږدول شوي دي.
 
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر وايي، افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین دی، چې له دوه پر درېیمه برخه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
دغه بنسټ په خپل راپور کې ویلي، چې په کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز د مرستو د رسولو پر وړاندې ننګونو ته بل اړخ ور زیات کړی او د مرستندویه موسسو عملیاتي ظرفیت یې محدود کړی دی.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې مخکې هم پر وخت د بشري مرستو په نه رسولو نیوکه کړې وه او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی و.
 
دغه سازمان د روان هجري لمریز کال په ۲۳ میاشتو کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د مرستو لپاره د اړتیا وړ مرستو یوازې پنځه سلنه راټولې شوې دي.
 
اوچا په خپل نوي راپور کې دا معلومات نه دي ورکړي چې د روان کال تر پایه د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو لپاره څومره پیسې راټولې شوې دي.
 


د مطلب کود: 271313

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271313/اوچا-د-۲۰۲۳-کال-تر-پایه-افغانستان-خلکو-ته-مرستو-رسولو-لپاره-۲-۲۶-میلیارده-ډالرو-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com