دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 271314
عراقي علماوو په کابل کې په سلګونو بې کوره ماشومانو ته د اختر جامې ووېشل
له عراق څخه افغانستان ته د شیعه ګانو د عالي مقام حضرت ایت الله محمد یعقوبي (دام ظله العالی) د دفتر د مخورو علماوو په کابل کې له ۴۰۰ څخه زیاتو بې کوره ماشومانو ته د اختر جامې وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایت الله محمد یعقوبی (دام ظله العالی) د دفتر څخه راغلی علماوو چې په دې وروستیو کې د عراق له نجف اشرف څخه کابل ته د مدرسو د وضعیت د څیړلو او د افغانانو د ستونزو د حل په موخه سفر کړی دی نن سه شنبه د جوزا په ۱۶مه په کابل ښار کې له ۴۰۰ څخه زیاتو بې کوره ماشومانو ته د اختر جامې وویشل.
 
حجت الاسلام والمسلمین سید حسن حسینی د ستر ایت الله محمد یعقوبی (دام ظله العالی) د دفتر د ماموریت د پلاوی غړی وویل نن په څه دپاسه ۴۰۰ یتیم ماشومانو د اختر جامې وویشل شوې.
 
نوموړي يادونه وکړه، چې دغه بشري مرستې به په راتلونکي کې هم په بېلابېلو بڼو له بې وزلو او يتيمو ماشومانو سره دوام وکړي.
 
د یادولو وړ ده چې د عراق د ستر آیت الله محمد یعقوبي (دام ظله العالی) د پلاوي مشر حجت الاسلام والمسلمین شیخ عمار هلالي د کابل ښار د جوماتونو له ملا امامانو سره په کتنه کې وویل چې د هیواد د پرمختګ لپاره د افغانستان له علماوو او مدرسو څخه د اسلامي پوهې او د دیني ارزښتونو د تبلیغ په برخه کې هر اړخیز ملاتړ کوي.
 
https://avapress.com/vdcdff0xoyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته