دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 271316
په هرات کې د «۱۰ او ۲۰ افغانیو» بانکنوټونو د ویښ بهیر پیل شو
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن سه شنبه د جوزا په ۱۶مه، د هرات ښاریان کولای شي د لسو او شلو افغانیو بانکنوټونه چې زړې او د کارولو وړ نه وي، تبدیلي يي کړي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس وايي، چې نن سه شنبه (جوزا ۱۶) د هرات ښاریان کولای شي خپل زړې ۱۰ او ۲۰ افغانۍ بانکنوټونه په نوي کابل بانک کې تبدیل کړي.
 
ده زياته کړه: د هرات هر وګړى کولاى شي هره ورځ تر لسو زرو افغانيو پورې خپلې کارول شوې پيسې بدلې کړي.
 
د هرات د والي وياند دغه راز زياته کړه: د دغه بهير په پيليدو سره به د هرات د خلکو هغه ستونزې هوارې شي چې د اغوستلو پيسو له امله دي.
 
په همدې حال کې د هرات ښاريان په دغه ولايت کې د کاغذي پيسو (بانک نوټونو) له خرابوالي شکايت کوي او وايي چې دې کار د دوى په ورځنيو راکړو ورکړو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcfyyd0vw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته